سندرېشعرونههنر او ادب
هرکلي – د ګلورین باچا په غږ کې ښکلې سندره
ما ورته ویلي هرکلي، ما پرې ژړلي نه دي
د غم په جوړ مې د جانان غم ته کتلي نه دي
داسې بېخي بې بدې سوړ مازدیګر مه راکوه
که نور څه نه وي نو ښېرې خو چېرته تللې نه دي
هغه ماښام مې په خپل ژوند کې حساب کړی نه دی
په کوم ماښام چې ستا د غم سواره راغلي نه دي
هر څه مې بایلل په ټیکري د محبت خو زیاره
داسې یم خوښ لکه چې هېڅ مې هم بایللي نه دي