سندرېشعرونه

زړه سره څه وکړم – په زړه پورې سندره

نه صبریږي یاره بی له تا، زړه سره څه وکړم؟

را یې وستم ستا کوڅې له بیا، زړه سره څه وکړم؟

شپه د وصال تیره مه شه وږی زړه لا موړ نه دی

غواړي دیدن غواړي تر سبا، زړه سره څه وکړم؟

ډيری که توبی د ښکلو ښکلو یارانو نه کړم

ماته کړي توبه راباندی بیا، زړه سره څه وکړم؟

زه ظهیر نجیم دی لیونی مینې رنځور کړمه

مرمه مرمه مرمه نن سبا ، زړه سره څه وکړم؟

شاعر : ظهیر نجیم

اړوندې مقالې

Back to top button