Englishافغانستانامنیتبلخ

د ویزو ستونزه؛ د افغانستان د تکواندو ملي لوبغاړي له اسیايي سیالیو پاتې… — AF International

DevelopingSecurityبلخ1 SourcesUpdated: 2026-08-02 03:04:51🎙 Listen to radio

د ایرلنډ کرېکټ بورډ ویلي، د شمالي ایرلنډ له پولیسو او نورو اړوندو ادارو سره په همغږۍ یې د پنځو یو ورځنیو سیالیو لپاره لازم امنیتي پلانونه جوړ کړي دي. د افغانستان پر وړاندې د دې لوبلړۍ د ترسره کېدو پرېکړه د یو شمېر مینه‌والو او د بشري حقونو د فعالانو له نیوکو سره مخ شوې ده. منتقدان وايي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو پر زده کړو، کار، ورزش او ټولنیز ژوند سخت محدودیتونه لګېدلي او د افغانستان د لوبډلې کوربه‌توب باید له دې وضعیت څخه جلا ونه ګڼل شي. ټاکل شوې ده د دغې لوبلړۍ لومړۍ دوه سیالۍ راتلونکې اوونۍ د شمالي ایرلنډ په بریډي لوبغالي او درې نورې لوبې د اګست په ۱۰، ۱۲ او ۱۵مه د سټورمونټ په لوبغالي کې ترسره شي. بلخوا د شمالي ایرلنډ پولیسو ویلي، د بیان ازادي او سوله‌ییز اعتراض د خلکو قانوني حق دی، خو دا حق باید د نورو د حقونو، عامه امنیت او د قانون د حاکمیت په چوکاټ کې ترسره شي. د ایرلنډکرېکټ بورډ مشرې سارا کین هم منلې چې د افغانستان د ښځو وضعیت اندېښمنوونکی دی او ویلي یې دي چې له همدې امله د کرکټ نړیوالې شورا په هغه کاري ډلې کې شامله شوې چې موخه یې د افغان کډوالو ښځینه کرکټ لوبډلې ته د ۲۰۳۰ کال تر پایه د نړیوالو سیالیو د غوراوي پړاوونو…

Quick facts

Locationبلخ
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-02 03:04:51

Timeline

  1. AF International

    د ویزو ستونزه؛ د افغانستان د تکواندو ملي لوبغاړي له اسیايي سیالیو پاتې شول

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-02 02:28:04

د ویزو ستونزه؛ د افغانستان د تکواندو ملي لوبغاړي له اسیايي سیالیو پاتې شول

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button