سندرېشعرونه

کېنمه له غمه سره وژاړم – ښکلې سندره

کېنمه له غمه سره وژاړم

ښه له دې همدمه سره وژاړم

ته په غوړېدو د ګلاب وخانده

زه به له شبنمه سره وژاړم

کله کله خپل غمونه هېر کړمه

لږ له نور عالمه سره وژاړم

جوړه شي دروېشه شاعري ترېنه

زه چې له قلمه سره وژاړم

اړوندې مقالې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button