سندرېشعرونه

خلک سوداګر دي ښکلې سندره

کوټ اخلي که زر اخلي دروېشه او که زړه اخلي

خلک سوداګر دي دلته هر څه په تاله اخلي

اور یې لګېدلی په وطن دی دا وژل غواړي

بله کاسه نه لري په سترګو کې اوبه اخلي

څوک وايي جانان دې په خپل زړه کې ماته ځای راکړي

څوک وايي دا هم ډېره ده چې نوم مې په ښه خوله اخلي

زړه مې زخمي زخمي شو چې کله وینه یاده شوه

اوښکې مې ورمخته کړې چې دوی ویل اوبه اخلي

مینه به په زړونو کې د ښکلو راپیدا نکړې

دا د غرونو کاڼي دي دروېشه دا اور نه اخلي

اړوندې مقالې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button