د عراق لومړي وزیر او د وسلهوالو ځواکونو عمومي قوماندان علي الزیدي د شنبې په ورځ (د زمري ۱۰مه) د سیمې د امنیتي تحولاتو د ارزونې په بېړنۍ غونډه کې، د عراق له خاورې د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د هر ډول اقدام یا ګواښ پر مخنیوي ټینګار وکړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سفر او کونسلګرۍ څانګې د شنبې په ورځ (د زمري ۱۰مه) د یوې اعلامیې په خپرولو او په سیمه کې د امریکا سفارتونو له لوري په خپرو شویو لارښوونو سره له خپلو اتباعو غوښتي چې احتیاط وکړي او خپل امنیت ته جدي پام وکړي. په اعلامیه کې همداراز ورته ویل شوي، چې د الوتنو د لغوه کېدو، د هوايي حریم د لنډمهاله تړل کېدو او د سفرونو بهیر د ګډوډېدو احتمال ته دې چمتو واوسي. په اعلامیه کې ویل شوي، چې د سیمې ځینو هوايي شرکتونو د الوتنو د پخوانیو مهالویشونو د بېرته پیلولو چارې ځنډولي او ځینو نورو یو شمېر الوتنې او لارې لغوه کړې دي. امریکا له خپلو اتباعو غوښتي، که امکان لري د سیمې د پرېښودو په اړه فکر وکړي او که وضعیت نور هم خراب شي، د ژر وتلو لپاره چمتو واوسي. دا په داسې حال کې ده، چې امریکا د ایران د انرژۍ پر تاسیساتو پر بریدونو غور کوي، خو لا تر اوسه وروستۍ پرېکړه نهده شوې، خو ایران…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
د عراق لومړی وزیر: اجازه نهورکوو چې د عراق خاوره د ګاونډیو د ګواښلو لپاره وکارول شي
سرچینې
Afghan sources
د عراق لومړی وزیر: اجازه نهورکوو چې د عراق خاوره د ګاونډیو د ګواښلو لپاره وکارول شي