EnglishKabulSportsافغانستان

کانټیننټال جام سیالۍ؛ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن له ټایلنډ سره… — Pajhwok

DevelopingSportsKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-02 04:42:05🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۵): د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د کانټیننټال جام سیالیو په لومړۍ لوبه کې نن (یکشنبه) له ټایلنډ سره مخ کېږي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر خپله فېسبوک‌پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې دغه لوبه د افغانستان پر وخت نن ماښام ۶ بجې د ټایلنډ په کوربه‌توب ترسره کېږي. د دغه فدراسیون د معلوماتو له مخې، د کانټیننټال جام سیالۍ د افغانستان، ویټنام، نیوزیلنډ، روسیې او ټایلنډ ملي لوبډلو په ګډون د اګسټ له لومړۍ تر شپږمې نېټې پورې ترسره کېږي. د یادونې ده، دا سیالي د سربیايي روزونکي دی‌جان دی‌جوویک تر مشرۍ لاندې د افغانستان د ملي لوبډلې لومړنۍ رسمي لوبه بلل کېږي. د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په دغو سیالیو کې خپل لومړی ګول‌ساتونکی محمدجواد صفري له ځان سره نه لري. علي‌احمد محسني او احمد اسماعیلي به د کانټیننټال جام سیالیو کې د ملي لوبډلې د دروازې د ساتنې دنده پر غاړه ولري.

Quick facts

LocationKabul
TopicSports
Sources1
Updated2026-08-02 04:42:05

Timeline

  1. Pajhwok

    کانټیننټال جام سیالۍ؛ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن له ټایلنډ سره لوبه کوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-02 09:10:37

کانټیننټال جام سیالۍ؛ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن له ټایلنډ سره لوبه کوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button