کابل (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۵): د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د دغه شرکت او اوزبېکستان د انرژۍ وزارت چارواکو د انرژۍ برخه کې د ستراتيژیکو همکاریو پر پراختیا، د افغانستان د برېښنا سکټور د پراختیا لپاره د ۱۵ کلن پلان پر جوړولو او ګډو تخنیکي کاري ډلو پر رامنځته کولو ټینګار کړی دی. د افغانستان برېښنا شرکت نن (یکشنبه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د دغه شرکت اجرائیوي رییس ملا عبدالحق همکار د اوزبېکستان د انرژۍ وزارت له لومړي مرستیال امید محمدامینوف او د دغه هېواد د تخنیکي او انجنیري برخو یو شمېر مسوولینو سره لیدلي او خبرې یې کړې دي. د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د برېښنا د تولید، لېږد او وېش شبکو پر پراختیا، د تخنیکي ظرفیتونو پر لوړولو، د انجنیري او ډیزاین برخو کې پر همکاریو، د برېښنا د ډیجیټلي مېټرونو پر کارولو، د انرژۍ پر اوږدمهاله پلان جوړونې او د افغانستان د برېښنا سکټور پر عصري کولو بحث او د نظرونو تبادله شوې ده. د هغوی په خبره، د دواړو هېوادونو همکاري به یوازې د برېښنا تر صادراتو محدوده نه وي، بلکې د برېښنا د تولید، لېږد، وېش او د تخنیکي ظرفیتونو لوړولو برخې به هم په کې شاملې وي. د افغانستان برېښنا شرکت زیاته کړې چې د اوزبېکستان د انرژۍ وزارت لومړي مرستیال د افغانستان د انرژۍ سکټور د پراختیا…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
افغانستان او اوزبېکستان د انرژۍ برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
منابع
Afghan sources
افغانستان او اوزبېکستان د انرژۍ برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ