HealthKabulافغانستاندری

د ناروې کمېټې د افغانستان لپاره خپله څلورکلنه ستراتیژي تشریح کړه — Pajhwok

در حال تکمیلHealthKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-02 07:27:22🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۵): د اقتصاد وزارت وایي، د اقتصاد وزیر او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې عمومي مشر په لیدنه کې د ګډو همکاریو پر پراختیا، د بشري او پراختیایي مرستو پر دوام او د افغانستان لپاره د یادې ادارې پر څلورکلنې ستراتیژۍ خبرې کړې دي. د اقتصاد وزارت نن (یکشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اقتصاد وزیر قاري دین‌محمد حنیف د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له عمومي مشرې تاریا مګنوسون واتردال او ورسره پلاوي سره لیدلي دي. د خبرپاڼې له مخې، د ناروې کمېټې عمومي مشر په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د یادې ادارې څلورکلنه ستراتیژي تشریح کړې او ویلي یې دي چې دغه ستراتیژي پر درېیو اساسي برخو؛ د خوړو خوندیتوب، د طبیعي سرچینو مدیریت او روغتیا او بیارغونه متمرکزه ده. هغه زیاته کړې چې په دې ستراتیژۍ کې ظرفیت لوړونې او مسلکي زده‌کړو ته هم ځانګړې پاملرنه شوې ده. د ده په وینا، د اړیکو برخه د دې ستراتیژۍ له مهمو برخو څخه ده او د ناروې کمېټه به هڅه وکړي چې له دې لارې د افغانستان رښتینی او مثبت انځور نړیوالې ټولنې ته وړاندې کړي. دی وایي، د نړیوالو مرستو د کمېدو او د امکاناتو پر محدودیت سربېره، دغه اداره به د معلولیت لرونکو کسانو او د ټولنې د نور اړومنو کسانو ملاتړ ته دوام ورکړي او د…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-02 07:27:22

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د ناروې کمېټې د افغانستان لپاره خپله څلورکلنه ستراتیژي تشریح کړه

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-02 11:57:10

د ناروې کمېټې د افغانستان لپاره خپله څلورکلنه ستراتیژي تشریح کړه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button