Economyافغانستانپښتولوګر

لوګر کې د لومړي ځل لپاره د ۳۳ ډوله موزایکو تولید پیل شو — Bakhtar

روان خبرEconomyلوګر1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-02 21:42:08🎙 راډیو واورئ

Summary: د لوګر ولایت په مرکز پل‌ علم ښار کې د «عبدل بابا» په نوم د موزایکو یوې عصري تولیدي کارخونې د لومړي ځل لپاره د ۱۱ ډوله مصنوعي ډیزایني ډبرو په ګډون د ۳۳ ډوله باکیفیته موزایکو تولید پیل کړی دی. د دغې کارخونې مسوول فضل احمد ستانکزي باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل چې د پرمختللو ماشینونو د پېر او نصب لپاره یې نږدې ۲۵۰ زره امریکایي ډالره پانګونه کړې ده. د نوموړي په وینا، په دې کارخونه کې تولید شوي موزایک او نور ساختماني توکي د لوګر ترڅنګ د هېواد یو شمېر نورو ولایتونو ته هم لېږدول کېږي. هغه زیاته کړې، چې دا مهال په کارخونه کې ۲۲ کسانو ته په مستقیم او نږدې ۱۰۰ نورو ته په غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده. ورته مهال د کارخونې یو شمېر کارکوونکو وویل، چې پخوا یې د موزایکو د تولید په برخه کې په بهرنیو هېوادونو کې کار کاوه، خو اوس د عصري معیارونو له مخې په خپل هېواد کې د موزایکو، مصنوعي ډیزایني ډبرو او نورو ودانیزو توکو په تولید بوخت دي. همدارنګه، د لوګر یو شمېر اوسېدونکو د دغې کارخونې د فعالیت هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې پخوا به ورته موزایک او مصنوعي ډیزایني ډبرې له ایران او ترکیې څخه واردېدې، خو اوس د لوړ کیفیت لرونکي کورني تولیدات په اسانه ترلاسه کوي. د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست د معلوماتو له مخې، دا مهال په دغه ولایت کې د موزایکو څلور تولیدي کارخونې فعالیت لري، چې د ودانیزو توکو د بازار اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده. د یادونې وړ ده، چې په دې تولیدي کارخونه کې د مصنوعي ډبرو او موزایکو ترڅنګ د لوګر د سرو، شنو او سپینو طبیعي ډبرو له پروسس وروسته اووه ډوله ساختماني مواد هم تولیدېږي، چې د لوګر سربېره د هېواد نورو ولایتونو ته هم لېږدول کېږي.

لنډ معلومات

ځایلوګر
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-08-02 21:42:08

مهالوېش

  1. Bakhtar

    لوګر کې د لومړي ځل لپاره د ۳۳ ډوله موزایکو تولید پیل شو

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-02 17:20:58

لوګر کې د لومړي ځل لپاره د ۳۳ ډوله موزایکو تولید پیل شو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

دا هم وګورئ
Close
Back to top button