Summary: د نیمروز ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې د زرنج ښار له بازارونو څخه یو ټن تاریخ تېرهص خوراکي توکي راټول او له منځه یوړل شول. د نیمروز د صنعت او سوداګرۍ رئیس او د احتکار د مخنیوي او د بیو کنټرول د ګډې کمېټې مشر مولوي محمدقاسم محمد باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې د ولایت مقام د هدایت پر بنسټ د یادې کمېټې د څار ټیم د زرنج ښار په بازارونو کې د بیو د ارزونې، د بازار تنظیم، د مصرفوونکو د حقونو د خوندي کولو او د تاریختېرو توکو د راټولولو په موخه پراخې څارنې ترسره کړې. د نوموړي په وینا، د ۴۵ ورځني څارنیز کمپاین په ترڅ کې یو ټن تاریختېره توکي راټول او له منځه یوړل شول. هغه زیاته کړې، چې د څارنې پر مهال له سرغړوونکو سره قانوني چلند شوی او ټولو سوداګرو، عمده پلورونکو او د خوراکي توکو پلورونکو ته سپارښتنه شوې، چې د ټاکل شویو بیو رعایت وکړي او د تاریختېرو توکو له پلور څخه په کلکه ډډه وکړي، ترڅو د خلکو روغتیا خوندي او د مصرفوونکو حقونه خوندي پاتې شي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
نیمروز کې یو ټن تاریختېر توکي راټول او له منځه یوړل شول