په بدخشان، کندهار، بادغیس او نورو ولایتونو کې د مخالفو وسلهوالو جبهو د بریدونو له پراخېدو وروسته طالبانو د نورو جنګیالیو د جذب بهیر پیل کړی. دغې ډلې ویلي، تازه یې د بدخشان او کندهار په ګډون په ۷ ولایتونو کې نږدې ۵۵۰ تازه دمي جنګیالي جذب کړي دي. دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ، د زمري ۱۱مه، د شیدو ورکولو نړیوالې اوونۍ په مناسبت په یوې غونډه کې شوې دي. د نړیوالو سازمانونو استازو ویلي، که څه هم د مور شیدې د ماشوم د سالمې ودې او روغتیا لپاره ډېرې مهمې دي، خو په افغانستان کې ګڼې میندې د عامه پوهاوي د کمښت، د مشورتي روغتیايي خدمتونو د محدود لاسرسي او اقتصادي ستونزو له امله خپلو ماشومانو ته د مناسبې تغذیې په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دي. دوی خبرداری ورکړی چې خوارځواکي د ماشومانو پر جسمي او ذهني ودې جدي منفي اغېزې کولای شي او د دې ستونزې د مخنیوي لپاره یې د مور د شیدو ورکولو د ترویج، د تغذیې د پوهاوي او د میندو او ماشومانو د روغتیايي خدمتونو د پراخولو پر اړتیا ټینګار کړی دی. د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف همداراز ویلي چې د کورنیو ملاتړ او د لومړنیو روغتیايي او تغذیوي خدمتونو پراخول د میندو او ماشومانو د روغتیا د ښه والي لپاره مهم ګامونه دي او نړیواله همکاري په دې…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
طالبانو د مخالفو وسلهوالو د بریدونو له پراخېدو وروسته د نویو جنګیالیو د جذب بهیر پیل کړی
سرچینې
Afghan sources
طالبانو د مخالفو وسلهوالو د بریدونو له پراخېدو وروسته د نویو جنګیالیو د جذب بهیر پیل کړی