کابل (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۵): د ا.ا ویاند نن اقتصاد، کانونو او پټرولیم، مالیې، ټرانسپورټ او هوایي چلند، کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو، د افغانستان بانک او د معیار او کیفیت ادارې، د ۱۴۴۷ هجري قمري کال مهمې لاستهراوړنې او فعالیتونه وړاندې کړل. د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد نن د «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» برنامې له لارې د هرې ادارې فعالیتونه په ځانګړي ډول تشریح کړل چې په لاندې ډول دي: الف: د حکومتولۍ د اسنادو په برخه کې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې د افغانستان پنځه کلنه پرمختیايي ستراتیژي جوړه شوه. دغه ستراتیژي د اقتصادي کمېسیون له تأیید وروسته د افغانستان د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري منظوره شوه. دغه ستراتیژي درې اساسي ارکان او ۱۵ لومړیتوب لرونکي پروګرامونه لري، چې د هېواد د پرمختیايي موخو، لکه ښه حکومتولي، د قانون حاکمیت، امنیت او عامه نظم، او اقتصادي او ټولنیزې ودې د تحقق لپاره ترتیب شوې ده. د خوښۍ ځای دی چې د ۱۴۰۵ لمریز مالي کال پرمختیايي بودجه هم د همدې ستراتیژۍ د لومړیتوب لرونکو پروګرامونو پر بنسټ تنظیم او ځانګړې شوې ده. په دې ستراتیژۍ کې د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال د رامنځته کولو، د صنعت او سوداګرۍ د ودې، د مستقیمې بهرنۍ پانګونې د جلب او پراختیا، د کوچنیو او منځنیو صنعتونو د…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
د شپږو وزارتونو، د افغانستان بانک او د معیار او کیفیت ادارې د تېر یوه کال د فعالیتونو راپور
Sources
Afghan sources
د شپږو وزارتونو، د افغانستان بانک او د معیار او کیفیت ادارې د تېر یوه کال د فعالیتونو راپور