EnglishHealthKabulافغانستان

پر غزه د اسرائیل هوايي بریدونو کې ۱۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی — Pajhwok

DevelopingHealthKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-03 05:27:11🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، پر غزه د اسرائیلو په تازه هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۸ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی. رویټرز راپور ورکړی چې اسرائیلو د یکشنبې له سهاره د غزې ښار، د غزې په منځنۍ برخه کې دیرالبلح او په سوېل کې خان‌یونس په نښه کړي دي. د فلسطیني روغتیايي چارواکو په خبره، دغو بریدونو په تېرو څو اونیو کې تر ټولو ډېره ورځنۍ مرګ‌ژوبله اړولې ده. په راپور کې راغلي چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي دي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره پنجشنبه ویلي وو چې حماس او نورو فلسطیني وسله‌والو ډلو له بې وسلې کېدو سره موافقه کړې ده؛ هغه موضوع چې د جګړې د پای ته رسېدو هیلې یې زیاتې کړې وې. بلخوا، د امریکا په مشرۍ د «سولې پلاوي» استازي نیکولای ملادینوف ویلي چې د بریدونو له دوام سره سره، د اوربند د نقشې د پلي کېدو لپاره هڅې روانې دي او منځګړي هڅه کوي چې د امریکا د وړاندیز شوي پلان د بشپړ پلي کېدو زمینه برابره کړي.

Quick facts

LocationKabul
TopicHealth
Sources1
Updated2026-08-03 05:27:11

Timeline

  1. Pajhwok

    پر غزه د اسرائیل هوايي بریدونو کې ۱۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-03 09:55:43

پر غزه د اسرائیل هوايي بریدونو کې ۱۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button