EnglishNewsافغانستانجوزجان

جوزجان کې کروندګرو ښځو له وچکالۍ سره د مبارزې لپاره عصري کرنې ته… — Pajhwok

DevelopingNewsجوزجان1 SourcesUpdated: 2026-08-03 07:27:03🎙 Listen to radio

شبرغان (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۵): په جوزجان کې یو شمېر کروندګرې ښځې وایي، وچکالي او اقلیمي بدلونونو یې کرنیز فعالیتونه له جدي ننګونو سره مخ کړي؛ خو دوی د څاڅکي اوبولګولو له سیسټم، لمریزې برېښنا او بېلابېلو کښتونو له لارې هڅه کوي د خپلو کورنیو د ژوند اړتیاوې پوره کړي. افغانستان یو کرنیز هېواد دی او د خلکو یوه لویه برخه، په ځانګړي ډول په کلیوالي سیمو کې د خپل ژوند اړتیاوې د کرنې له لارې برابروي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) د معلوماتو له مخې، د افغانستان څه باندې ۷۰ سلنه وګړي په کرنه بوخت دي چې ۴۳ سلنه یې ښځې جوړوي. کروندګرې ښځې؛ له وچکالۍ سره د عصري کرنې له لارې مبارزه د جوزجان ولایت د بابه‌علي کلي اوسېدونکې ۴۳ کلنه نجیلا یوه له هغو کروندګرو ښځو ده چې له ۱۵ کلونو راهیسې په کرنه بوخته ده. هغه چې د پنځو اولادونو مور ده، وایي چې د خپلې کورنۍ ټول لګښتونه د کرنې له لارې برابروي. هغې وویل: «کرنه له اوبو او هوا سره ډېر تړاو لري؛ په ځینو کلونو کې مو حاصلات ښه وي، خو په هغو کلونو کې چې د باران کچه ټیټه شي، زموږ ټول زحمتونه له منځه ځي؛ ان که ښه حاصلات هم ولرو، کله ناکله توپان یا ږلۍ زموږ محصولات له منځه وړي. د اوبو کمښت هم زموږ له…

Quick facts

Locationجوزجان
TopicNews
Sources1
Updated2026-08-03 07:27:03

Timeline

  1. Pajhwok

    جوزجان کې کروندګرو ښځو له وچکالۍ سره د مبارزې لپاره عصري کرنې ته مخه کړې ده

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-03 11:54:03

جوزجان کې کروندګرو ښځو له وچکالۍ سره د مبارزې لپاره عصري کرنې ته مخه کړې ده

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button