Kabulافغانستانامنیتدری

ټرمپ: د امریکا او ایران ترمنځ خبرې به د دوشنبې په ورځ پیل… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-03 07:35:09🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر د ایران پر وړاندې د پلان شوي برید ځنډولو په اړه ویلي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ خبرې اترې به د راتلونکې دوشنبې په ماښام پیل شي. رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره یکشنبه ناوخته له خبریالانو سره په خبرو کې د واشنګټن او تهران ترمنځ د نوو خبرو اترو د پیل خبر ورکړی دی. هغه ویلي چې د خلکو د وژلو په لټه کې نه دی او هوکړې ته رسېدل غوره ګڼي. د راپور له مخې، کله چې له ټرمپه وپوښتل شول چې ایا له ایران سره د هوکړې لپاره مشخص ضرب‌الاجل شته، هغه له ځواب ورکولو ډډه وکړه او ویې ویل: «ایا زه هوکړې ته رسېدل غوره ګڼم؟ زه د خلکو د وژلو په لټه کې نه یم؛ ځکه خلک مري، ډېر خلک مري او موږ دا نه غواړو.» خو نوموړي د امریکا د خبرو اترو د پلاوي او د خبرو د ترسره کېدو د ځای په اړه جزئیات نه دي ورکړي. بلخوا، ایران تر اوسه د ټرمپ د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-03 07:35:09

خط زمانی

  1. Pajhwok

    ټرمپ: د امریکا او ایران ترمنځ خبرې به د دوشنبې په ورځ پیل شي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-03 12:02:28

ټرمپ: د امریکا او ایران ترمنځ خبرې به د دوشنبې په ورځ پیل شي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button