لوګر کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې… — Bakhtar
Summary: د پل علم ښاروالۍ له لوري د نږدې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک غاړو د لښتیو او پلګوټو جوړولو پروژې چارې پیل شوې دي. د پل علم ښاروال مولوي محمد شاکر ثاقب باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې دغه پروژه د ښاروالۍ له پراختیايي بودجې تمویلېږي او د دارالمعلمین شاوخوا سیمو د اوسېدونکو د تګ راتګ او اوبو اېستلو ستونزو د حل په موخه پلې کېږي.د پل علم ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو مدیر انجنیر عبدالقادر ستانکزي وویل، چې په دې پروژه کې د ۵۰۰ متره په اوږدوالي د سړک غاړو د لښتیو اساسي جوړول او د ۸ پلچکونو رغول شامل دي، چې ټاکل شوې چې چارې یې په راتلونکو څلورو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.د سیمې اوسېدونکو د پروژې له پیل څخه خوښي څرګنده کړې او ډاډ یې ورکړی چې د ټولګټو پروژو د ساتنې او پالنې په برخه کې به له ښاروالۍ سره هر اړخیزه همکاري وکړي.د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د پل علم ښاروالۍ له لوري د نږدې ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې بلې پراختیايي پروژې چارې پیل شوې وې.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
لوګر کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پیل شوې
منابع
Afghan sources
لوګر کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پیل شوې