Summary: د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ د حسن خېلو کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ ۳۰ کلنه مرګونې شخړه د حکومتي چارواکو، قومي مخورو او علماوو په منځګړیتوب حل او فصل شوه. د معلوماتو له مخې، یاده شخړه درې لسیزې وړاندې رامنځته شوې وه چې له امله یې د دواړو لوریو څخه یو ـ یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و.د خوست ولايت د قومونو او قبایلو چارو رئیس ویلي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې په دغه ولایت کې دا ۲۲۸مه خپلمنځۍ شخړه ده چې د ځايي مسوولينو او د قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړیتوب په سوله ییز ډول حل او فصل شوې ده.سرچینه زیاتوي، د شخړو د حل بهیر په لا جدي، منظم او بنسټیز ډول دوام لري او هڅه کېږي چې د ټولنې د بېلابېلو قشرونو په همکارۍ نورې پاتې شخړې هم د خبرو اترو له لارې پای ته ورسېږي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د یووالي ټینګښت په برخه کې کمساری اقدام؛ خوست کې ۳۰ کلنې شخړې پای وموند
سرچینې
Afghan sources
د یووالي ټینګښت په برخه کې کمساری اقدام؛ خوست کې ۳۰ کلنې شخړې پای وموند