Summary: د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري د جلال اباد ښار په دویمه ناحیه له یوه درملتون څخه دوه ټنه تاریخ تېره درمل راټول کړل شوي دي. د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست باختر اطلاعاتي اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د جلال اباد ښار په دویمه ناحیه کې له درملتونونو څخه یې څارنه کړې او له یوه عمده درملتون څخه یې دوه ټنه تاریخ تېره او بې کېفیته درمل راټول کړي دي.په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د څارنې په پایله کې یاد درملتون د سرغړونې له امله تړل شوی دی.د سرچینې په وینا، دغه څارنه د درملو او روغتیايي محصولاتو د پلټنې ډلې له لوري ترسره شوې ده.سرچینې زیاته کړې، چې د پلټنې ډلې درمل پلورونکو ته د قاچاقي او غیر راجستر درملو د نه پلورلو په اړه لازمې لارښوونې کړي او له هغوی څخه یې د یادو لارښوونو د عملي کولو په موخه ژمنلیکونه هم اخیستي دي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
ننګرهار کې له یوه درملتون څخه دوه ټنه تاریخ تېره درمل راټول کړل شول
سرچینې
Afghan sources
ننګرهار کې له یوه درملتون څخه دوه ټنه تاریخ تېره درمل راټول کړل شول