EnglishHealthافغانستانننګرهار

ننګرهار کې له یوه درملتون څخه دوه ټنه تاریخ تېره درمل راټول کړل… — Bakhtar

DevelopingHealthننګرهار1 SourcesUpdated: 2026-08-03 09:47:24🎙 Listen to radio

Summary: د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري د جلال‌ اباد ښار په دویمه ناحیه له یوه درملتون څخه دوه ټنه تاریخ تېره درمل راټول کړل شوي دي. د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست باختر اطلاعاتي اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د جلال‌ اباد ښار په دویمه ناحیه کې له درملتونونو څخه یې څارنه کړې او له یوه عمده درملتون څخه یې دوه ټنه تاریخ تېره او بې‌ کېفیته درمل راټول کړي دي.په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د څارنې په پایله کې یاد درملتون د سرغړونې له امله تړل شوی دی.د سرچینې په وینا، دغه څارنه د درملو او روغتیايي محصولاتو د پلټنې ډلې له لوري ترسره شوې ده.سرچینې زیاته کړې، چې د پلټنې ډلې درمل پلورونکو ته د قاچاقي او غیر راجستر درملو د نه پلورلو په اړه لازمې لارښوونې کړي او له هغوی څخه یې د یادو لارښوونو د عملي کولو په موخه ژمنلیکونه هم اخیستي دي.

Quick facts

Locationننګرهار
TopicHealth
Sources1
Updated2026-08-03 09:47:24

Timeline

  1. Bakhtar

    ننګرهار کې له یوه درملتون څخه دوه ټنه تاریخ تېره درمل راټول کړل شول

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-03 06:25:41

ننګرهار کې له یوه درملتون څخه دوه ټنه تاریخ تېره درمل راټول کړل شول

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button