Kabulافغانستانامنیتپښتو

بقایي: ایران اوس‌مهال له امریکا سره مذاکرات نه لري — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-03 10:18:42🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۵): د تهران او واشنګټن ترمنځ د دوشنبې په ورځ د احتمالي خبرو اترو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له څرګندونو وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې تهران اوس‌مهال له امریکا سره خبرې اترې نه لري. د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره یکشنبه ناوخته له خبریالانو سره په خبرو کې، د ایران پر وړاندې د پلان شوي برید ځنډېدو په اړه وویل چې د واشنګټن او تهران ترمنځ خبرې اترې به د دوشنبې په ماښام پیل شي. هغه ویلي چې د خلکو د وژلو په لټه کې نه دی او هوکړې ته رسېدل غوره ګڼي. بلخوا، ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي نن (دوشنبه) په یوه خبري غونډه کې ویلي چې تهران اوسمهال له امریکا سره خبرې اترې نه لري؛ خو له عمان سره د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د خوندي تګ راتګ لپاره د یوه لنډمهاله مسیر پر سر خبرې کوي. هغه زیاته کړې: «اوسمهال له امریکا سره خبرې اترې نه لرو؛ زموږ خبرې له عمان سره پر داسې یوه مسیر د تفاهم په اړه متمرکزې دي چې د هرمز تنګي له لارې د بېړیو خوندي تګ راتګ تضمین کړي.» بقایي ویلي: «دا خبرې دوه اړخیزې دي او د هرمز تنګي د دواړو…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-03 10:18:42

مهالوېش

  1. Pajhwok

    بقایي: ایران اوس‌مهال له امریکا سره مذاکرات نه لري

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-03 14:47:56

بقایي: ایران اوس‌مهال له امریکا سره مذاکرات نه لري

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button