د سرپرست حکومت د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند د نورستان ولایت د سفر پر مهال د وروستیو سېلابونو له زیانمنو شویو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه او ډاډ یې ورکړ چې د پارون ولسوالۍ د خلکو ستونزو او اړتیاوو ته به بشپړه پاملرنه وشي. د سرپرست حکومت د معلوماتو له مخې، ملا عبدالغني برادر په دې سفر کې د نورستان له والي، سیمهییزو چارواکو، د شهیدانو له کورنیو، قومي مشرانو او دیني عالمانو سره وکتل او د سېلابونو د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي شریکه کړه. د نورستان مرستیال والي مولوي مختار د وروستیو سېلابونو د ځاني او مالي زیانونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې مرستې به په شفاف ډول زیانمنو شویو کورنیو ته ووېشل شي. بلخوا، د پارون قومي مشرانو او د ځوانانو استازو د اقتصادي مرستیال د سفر هرکلی وکړ او د سېلابځپلو لپاره د مرستو د برابرېدو مننه یې وکړه. هغوی همدارنګه د نورستان د ولایتي ادارې د کړنو ستاینه وکړه او ویې ویل چې سیمهییزو چارواکو د پېښې پر مهال د خلکو ترڅنګ اغېزناک مدیریت کړی دی. د چارواکو په وینا، تر اوسه د خوراکي او غیرخوراکي مرستو ترڅنګ، شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانۍ نغدي مرستې د پارون د ۱۵۰۰ سېلابځپلو کورنیو ترمنځ وېشل شوې دي، خو زیانمنې کورنۍ لا هم د لا ډېرو مرستو او همکاریو اړتیا…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Parstoday
اقتصادي مرستیال: د نورستان د سېلابځپلو ستونزو ته رسېدنه کېږي + ویډیو کلیپ
سرچینې
External sources
اقتصادي مرستیال: د نورستان د سېلابځپلو ستونزو ته رسېدنه کېږي + ویډیو کلیپ