Summary: مولوي سید محمد داؤد آغا چې په دغو وروستيو کې د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي اثارو د ساتنې لوی ریاست اړوند د ځوانانو چارو د رئیس په توګه ټاکل شوی دی؛ نن د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرتالله جمال، د فرهنګ او هنر د معین شیخ عبدالرحمن طیبي، د خپرونو چارو د معین مهاجر فراهي، د جهادي اثارو د ساتنې د لوی رئیس مفتي محمد طاهر احمدي او د وزارت د سلاکارانو، رئیسانو او د امارتي ادارو د يو شمېر مسئولینو په شتون معرفي شو او خپله دنده پیل کړه. په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د جهادي اثارو د ساتنې عمومي رئیس مفتي محمد طاهر احمدي، د ځوانانو چارو ریاست پر اهمیت خبرې کړې او ویلي يې دي چې دغه ریاست د ځوانانو د عقیدوي، فکري او علمي پوهاوي مسئولیت لري. دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرتالله جمال، د جهادي اثارو د ساتنې لوی ریاست د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې ورکړي او ويلي يې دي چې دغه ریاست د هېواد تېر تاریخ، ثبت او ساتي او راتلونکو نسلونو ته یې لېږدوي، څو ځوانان د خپلې خاورې له تاریخ څخه خبر شي. هغه زیاته کړې چې د ځوانانو چارو ریاست له مهمو موخو څخه د ځوانانو روزنه او هغوی ته د کاري فرصتونو برابرول دي. د ځوانانو چارو نوي رئیس هم د اسلامي امارت د مشرتابه او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د چارواکو له باور څخه مننه او ژمنه يې کړې چې دغه مسئولیت به په بشپړ صداقت ترسره کړي. هغه د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مسئولینو او کارکوونکو څخه غوښتي چې د چارو د لا ښه ترسره کېدا او پرمختګ په برخه کې ورسره همکاري وکړي. مولوي سید محمد داؤد اغا، تر دې وړاندې د پکتیکا پوهنتون د رئيس په توګه دنده ترسره کوله.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
د ځوانانو چارو نوي رئیس دنده پیل کړه