افغانستانامنیتدریغزني

پکتیا کې یوشمېر وسلې او مهمات کشف او ضبط شول — Bakhtar

در حال تکمیلSecurityغزني1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-03 21:52:06🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د پکتیا ولایت امنیتي ځواکونو په بېلا بېلو سیموکې یو شمېر وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي دي. د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند منیب ځدران باختراطلاعاتي اژانس ته ویلي، چې یادې وسلې د ډنډ پټان ولسوالۍ په ناري سیمه کې کشف او ضبط شوې دي. نوموړي زیاته کړې، چې په نیول شویو توکو کې ۲ کلاشنکوفونه، یو ام ۱۶، یو نارنجک ويشتونکی ټوپک، ۵ زره د ام ۴ ټوپک مرمۍ، ۹۰۰ د کلاشنکوف مرمۍ ، د نارنجک ۶ مرمۍ ، د پیکا ۲۵۰ مرمۍ ، د پیکا مرمیو یوه بکسه او د کلاشینکوف ۲۲ شاجورونه شامل دي.نوموړي زیاته کړې، چې قاچاق کوونکي د عملیاتو پر مهال له سیمې تښتېدلي، خو امنیتي ځواکونو د هغوی موندلو او نیولو په موخه هڅې روانې ساتي.په ورته وخت کې د مرکز ګردېز- زرمت پرلویه لار د خالد بن ولید قطعې ځواکونو ۳۰ تومانچې او ۱۳ کلاشینکوفونه کشف او ضبط کړي دي.د امنیې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، یادې وسلې د ډنډې پټان ولسوالۍ څخه غزني ولایت ته قاچاق کېدلې.د دې پېښې په تړاو۲ تنه د وسلو د قاچاق په تورنیول شوي او تر لومړنیو څېړنو وروسته به د قانوني اجرااتو لپاره اړوندو عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

اطلاعات کوتاه

مکانغزني
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-03 21:52:06

خط زمانی

  1. Bakhtar

    پکتیا کې یوشمېر وسلې او مهمات کشف او ضبط شول

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-03 10:34:51

پکتیا کې یوشمېر وسلې او مهمات کشف او ضبط شول

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button