Developmentافغانستانپښتوجوزجان

جوزجان کې د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې… — Bakhtar

روان خبرDevelopmentجوزجان1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-03 21:52:07🎙 راډیو واورئ

Summary: د جوزجان پوهنتون د دویم او درېیم سړک د کانکرېټ کولو چارې د ۸ میلیونه ۱۸۲ زره ۳۳۰ افغانیو په لګښت پیل شوې دي. د شبرغان ښاروالۍ ویاند عبدالواسع صافي باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې دغه سړک ۷۰۴ متره اوږدوالی، ۱۲ متره سور او ۱۵ ساتنې متره پلنوالی لري. د نوموړي په وینا، د دغه سړک د کانکرېټ کولو ‌ترڅنګ د پلي لارو، ویالو، کرنیز کانال او پلګوټو جوړول هم شامل دي، چې چارې یې د نجیب الله رشیدي ساختماني او سړک جوړونې شرکت له لوري په درېیو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.د شبرغان ښاروالۍ له ښاریانو وغوښتل چې د نویو جوړېدونکو سړکونو او عامه تاسیساتو په ساتنه کې همکاري وکړي.د ښاروالۍ مسوولینو ټینګار وکړ چې د ورته بنسټیزو پروژو پلي کول د ښاري پراختیا، د خدماتو ښه والي او د خلکو لپاره د مناسب چاپېریال د رامنځته کولو په موخه دوام لري.

لنډ معلومات

ځایجوزجان
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-08-03 21:52:07

مهالوېش

  1. Bakhtar

    جوزجان کې د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پيل شوې

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-03 10:24:57

جوزجان کې د څه باندې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پيل شوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button