DevelopmentEnglishKabulافغانستان

زابل کې د مسافر وړونکي بس چپه کېدو ۱۶ کسان ټپیان کړل

DevelopingDevelopmentKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-04 01:50:48🎙 Listen to radio

د زابل ولایت مرکز قلات اړوند د کابل ـ کندهار پر لویه لار د یوه مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله ۱۶ کسان ټپیان شوي دي. د زابل د امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح‌الله جوهر وایي، پېښه تېره شپه شاوخوا لس نیمې بجې د قلات د پل سنګي په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې د «۵۸۰» ډوله مسافر وړونکی بس له سړک واوښت او چپه شو. د نوموړي په وینا، لومړني معلومات ښيي چې د پېښې اصلي لامل د بس تېز سرعت و. هغه زیاتوي، په ټپیانو کې درې ښځې، دوه ماشومان او ۱۱ نارینه شامل دي، چې د درملنې لپاره د زابل مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي.

Quick facts

LocationKabul
TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-08-04 01:50:48

Timeline

  1. Parstoday

    زابل کې د مسافر وړونکي بس چپه کېدو ۱۶ کسان ټپیان کړل

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-08-04 01:47:45

زابل کې د مسافر وړونکي بس چپه کېدو ۱۶ کسان ټپیان کړل

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button