په داسې حال کې چې له پاکستان نه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ روانه ده؛ د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو زندانونو کې لاهم سلګونه افغانان بندیان دي. د افغانستان انټرنشنل لهخوا د راغونډ شویو معلوماتو له مخې؛ اوسمهال د دغه ایالت په زندانونو کې ۵۸۸ افغان بندیان دي. د طالب استخباراتو دا اقدام د پخوانیو امنیتي ځواکونو د برخلیک په اړه نوې اندېښنې راولاړوي. د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو له دوو سیمهییزو سرچینو سره د خبرو او د یوه بل ځایي قومي سپینږیري د معلوماتو له مخې، په ننګرهار، لغمان او کونړ کې له قومي مشرانو او ملا امامانو غوښتل شوي چې د پخوانیو امنیتي ځواکونو نومونه، د اوسېدو ځایونه او اوسني فعالیتونه له طالبانو سره شریک کړي. «د جمهوریت د سرتېرو د نوملړ» غوښتنه د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ یوه اوسېدونکي، چې د امنیتي دلایلو له مخې یې نوم مستعار «حضرتالله» ښودل شوی، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې د هغه په سیمه کې د طالبانو استخباراتي کسان جومات ته ورغلي او له خلکو یې د پخوانیو امنیتي ځواکونو د معلوماتو غوښتنه کړې ده. د نوموړي په وینا، طالبان غواړي د پخوانیو امنیتي ځواکونو په اړه په لنډ وخت کې معلومات راټول او پر هغوی څارنه وکړي، خو نوموړی اندېښنه لري چې د دغو معلوماتو راټولول ښايي د پخوانیو سرتېرو د نیولو یا د…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
د بېلابېلو جرمونو په تور؛ د خیبر پښتونخوا په زندانونو کې تر ۵۰۰ ډېر افغانان بندیان دي
منابع
Afghan sources
د بېلابېلو جرمونو په تور؛ د خیبر پښتونخوا په زندانونو کې تر ۵۰۰ ډېر افغانان بندیان دي