DiplomacyKabulافغانستاندری

د پروان د فرنجل سیمې د باریت کان د استخراج تړون لاسلیک شو — Pajhwok

در حال تکمیلDiplomacyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-04 05:03:53🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۵): د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې د پروان د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د استخراج او پروسس تړون یې له یوه خصوصي شرکت سره د پنځو کلونو لپاره لاسلیک کړی دی. د کانونو او پټرولیم وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ۱۰۶ میلیونه افغانیو په ارزښت دغه تړون پرون (دوشنبه، د زمري ۱۲مه) له نبي‌ افغان د کانونو د استخراج او پروسس شرکت سره لاسلیک شو. د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یاد کان مساحت ۱۱.۲۷ هکټاره دی او د تړون له شرایطو سره سم د هر ټن پر سر ۸۵۰ افغانۍ رویالټي ترلاسه کېږي. په خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد کان د کېندنې او پروسس له لارې به شاوخوا ۳۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي. سرچینې زیاته کړې چې یاد شرکت د باریت د پروسس لپاره د هېواد په داخل کې د پروسس یوه کارخونه هم جوړه کړې ده.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعDiplomacy
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-04 05:03:53

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د پروان د فرنجل سیمې د باریت کان د استخراج تړون لاسلیک شو

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-04 09:32:23

د پروان د فرنجل سیمې د باریت کان د استخراج تړون لاسلیک شو

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button