Englishافغانستانامنیتکندهار

کندهار کې د قتل او غلا په تور څلور کسان نیول شوي — Pajhwok

DevelopingSecurityکندهار1 SourcesUpdated: 2026-08-04 09:32:12🎙 Listen to radio

کندهار (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۵): د کندهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د ارغستان ولسوالۍ پولیسو د غلاوو او قتل په تور څلور کسان نیولي دي. د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید د سه‌شنبې په ورځ پژواک ته وویل، یاد کسان د ارغستان ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو له خوا د کشفي معلوماتو پر بنسټ نیول شوي دي. هغه زیاته کړه، نیول شوو کسانو څه موده مخکې د دامان ولسوالۍ په سرې کلا سیمه کې یو کس په ډزو وژلی و او د هغه الټو موټر یې غلا کړی و. سرچینه وايي چې دغه‌راز دغه کسان لومړی د خلکو د سولري مولدونو د غلا په تور تر تعقیب لاندې وو، خو د تحقیقاتو پر مهال یې اعتراف کړی چې د دامان ولسوالۍ د قتل په پېښه کې هم لاس لري. دی وایي، د مقتول غلا شوی موټر امنیتي ځواکونو د سپین‌بولدک ولسوالۍ له ساحې ترلاسه کړی او ټاکل شوې د قانوني مراحلو له بشپړېدو وروسته د مقتول کورنۍ ته وسپارل شي. د جمشید په خبره، نیول شوي کسان به له لومړینو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.

Quick facts

Locationکندهار
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-04 09:32:12

Timeline

  1. Pajhwok

    کندهار کې د قتل او غلا په تور څلور کسان نیول شوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-04 13:59:40

کندهار کې د قتل او غلا په تور څلور کسان نیول شوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button