Diplomacyافغانستانپښتوخوست

خوست کې ۱۵۱ جریبه ځمکه امارتي ثابته شوه — Bakhtar

روان خبرDiplomacyخوست1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-04 09:52:31🎙 راډیو واورئ

Summary: د عدليې وزارت خبر ورکړی، چې د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې د خوست ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې د ۱۵۱ جریبه ځمکې د اسنادو او مدارکو په بررسۍ سره، پرېکړه وکړه چې ټوله یاده شوې ځمکه امارتي ده. یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې دا ځمکه د ګربزو ولسوالۍ په باړې کلي کې موقعیت لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له دې وړاندې د هغې موضوع بررسي کړې خو د ځمکې د امارتي‌توب پر بنسټ د افرادو او اشخاصو د نه‌قناعت له امله، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷مې مادې له مخې د یادې شوې ځمکې دوسیه‌ په رسمي توګه د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې ته سپارل شوې وه.د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ یادې محکمې د متصرفینو او کمېسیون د اسنادو او مدارکو، املاکي دفاترو له دقیقې بررسۍ او اړوندو ادارو څخه د معلوماتو له اخیستو وروسته پرېکړه کړې، چې دغه ټوله ځمکه چې ۱۵۱ جریبه کېږي، امارتي ملکیت دی.سرچینې زیاته کړې، چې د یادې شوې محکمې د پرېکړې پر بنسټ، متصرفین باید دغه ځمکه د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته وسپاري.

لنډ معلومات

ځایخوست
موضوعDiplomacy
سرچینې1
تازه شوی2026-08-04 09:52:31

مهالوېش

  1. Bakhtar

    خوست کې ۱۵۱ جریبه ځمکه امارتي ثابته شوه

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-04 06:04:48

خوست کې ۱۵۱ جریبه ځمکه امارتي ثابته شوه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button