EnglishKabulSportsافغانستان

د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو یو ورځنیو نړۍوالو… — Pajhwok

DevelopingSportsKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-04 11:02:07🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۵): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د هېواد د کرکټ ملي لوبډله به د ایرلنډ پر وړاندې د پنځو یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو په لړ کې سبا خپله لومړۍ لوبه ترسره کړي. د افغانستان کرکټ بورډ نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د هېواد د کرکټ ملي لوبډله به سبا د افغانستان پر وخت د ماسپښین دوه بجې او ۱۵ دقیقې د پنځو یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې د ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته کښته شي. د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دغه لوبه په ایرلنډ کې ترسره کېږي. دغه‌راز، افغان لوبډله به په دغو سیالیو کې خپله دویمه لوبه د اګسټ په اوومه، درېیمه د اګسټ په لسمه، څلورمه د اګسټ په دوولسمه او پنځمه او وروستۍ لوبه د همدې میاشتې په پنځلسمه د ایرلنډ پر وړاندې ترسره کړي.

Quick facts

LocationKabul
TopicSports
Sources1
Updated2026-08-04 11:02:07

Timeline

  1. Pajhwok

    د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو یو ورځنیو نړۍوالو لوبو لړۍ سبا پیلېږي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-04 15:30:26

د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو یو ورځنیو نړۍوالو لوبو لړۍ سبا پیلېږي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button