د ملګرو ملتونو د دې ادارې معلومات ښيي چي د سرچینو او بودجې د کمښت له امله، روغتیايي کارکوونکي له هرو اوو اړمنو کسانو څخه شپږ تنه یې بيرته په خالي لاس کور ته لېږلي دي. په افغانستان کي د خوړو نړیوال پروګرام رئیس جان آیلیف، د سې شنبې په ورځ په ژنيو کي خبریالانو ته وویل چي شدیده خوارځواکي د افغانستان په یوه پر دریمه برخه ولایتونو کي د بحران کچي ته رسېدلې او روغتیايي مرکزونو ته د خلکو مراجعه پر زیاتېدو ده. شديده خوارځواکي (Child wasting) د دې کړکېچ هغه پړاو ته ویل کیږي چي پکښې ماشوم د خپل وزن په بايللو سره د خپلي وني په پرتله خورا ډنګر او کمزوري وي. آیلیف وویل: «دا داسي یو بحران دی چي ورځ تر بلي مخ پر خرابېدو دی، او له بده مرغه دا داسي یو بحران دی چي موږ یې د کنټرولولو توان نه لرو.» د ملګرو ملتونو دغه چارواکي وویل چي په سختي خوارځواکۍ اخته ماشومانو ۸۰ سلنه برخه هغه ماشومان دي چې دوه کلنۍ ته نه دي، او د هغوی ډېری یې ډېر ناوخته روغتیايي مرکزونو ته راوړل کیږي چي درملنه او ژغورل يې ستونزمن کیږي. خوارځواکي په داسي حال کي زیاته سوې چي افغانستان د جګړې له امله په سوداګرۍ کي د خنډونو، له ګاونډیو هيوادونو څخه د کډوالو پراخ راستنېدل او د نړیوالو مرستو…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Dw
ملګري ملتونه: خوارځواکي په افغانستان کې بحراني کچي ته رسېدلې