افغانستانامنیتپښتو

د امریکا یوې محکمې د یو شمېر افغان کډوالو د کورنیو لپاره د… — Pajhwok

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-04 14:43:31🎙 راډیو واورئ

امریکایي رسنۍ «سټارز اېنډ سټرایپس» راپور ورکړی چې قاضي انټوني ټرېنګا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته امر کړی، د هغو اوو افغان کډوالو له ډلې د پنځو کسانو د کورنیو لپاره چې په دې قضیه کې یې شکایت کړی، په ۱۵ ورځو کې د سفر اسناد صادر کړي. د حکم له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه راز مکلف شوی چې له خپلو خپلوانو سره د یوځای کېدو په تمه د کورنیو د نورو غړو د سفر وړتیا له سره وارزوي او په دې ارزونه کې سفري محدودیتونه په پام کې ونه نیسي. محکمې د امریکا له بهرنیو چارو وزارت څخه غوښتي چې د دغه حکم د عملي کېدو د بهیر په اړه هرې دوه اونۍ وروسته راپور وړاندې کړي، تر هغه چې د کورنیو غړي امریکا ته ورسېږي. دغه قضیه وروسته له هغه مطرح شوه چې په ویرجینیا ایالت کې یو شمېر افغان کورنیو د امریکا د حکومت او دغه هېواد ته د کډوالۍ او سفر مسؤول ادارو، د بهرنیو چارو وزارت، د کورني امنیت وزارت او د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې پر ضد شکایت وکړ. د راپور له مخې، په دوسیه کې ویل شوي چې د هغو افغانانو د کورنیو غړو، چې په افغانستان کې د امریکا د حضور پر مهال یې له امریکایي ځواکونو سره همکاري کړې وه، د سفري…

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-04 14:43:31

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د امریکا یوې محکمې د یو شمېر افغان کډوالو د کورنیو لپاره د سفر اسنادو د صادرولو امر وکړ

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-04 19:12:24

د امریکا یوې محکمې د یو شمېر افغان کډوالو د کورنیو لپاره د سفر اسنادو د صادرولو امر وکړ

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button