DiplomacyKabulافغانستاندری

امریکا غواړي په بهر کې خپلې پنځه ډیپلوماټیکې استازولۍ وتړي — Pajhwok

در حال تکمیلDiplomacyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-04 15:02:48🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۵):د راپورونو له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کانګرس ته خبر ورکړی چې په بهر کې د دغه هېواد پنځه ډیپلوماټیکې استازولۍ تړي. رویټرز خبري اژانس نن سه‌شنبه د باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د تېرې اونۍ په پای کې د کانګرس یو شمېر کمېټو ته د استول شوې خبرتیا له مخې، ټاکل شوې په ګرېناډا کې د سنټ جورجز، په جاپان کې د ناګویا، په اندونیزیا کې د مېدان، په کامرون کې د دوالا او په کاناډا کې د ویني‌پېګ ښارونو امریکایي استازولۍ وتړل شي. د راپور له مخې، دا پرېکړه په بهر کې د امریکا د ډیپلوماټیک حضور د کمولو یوه کم‌سارې بېلګه ده چې له کومې ځانګړې جیوپولیتیکي پېښې سره تړاو نه لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د رویټرز د نظر غوښتنې په ځواب کې د دغو استازولیو تړل نه دي تایید کړي؛ خو ویلي یې دي چې د یوې «اغېزناکې او مؤثرې» ډیپلوماټیکې شبکې پر ساتلو تمرکز لري او کانګرس ته د معلوماتو ورکولو بهیر د قانون له مخې پر مخ وړي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعDiplomacy
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-04 15:02:48

خط زمانی

  1. Pajhwok

    امریکا غواړي په بهر کې خپلې پنځه ډیپلوماټیکې استازولۍ وتړي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-04 19:32:21

امریکا غواړي په بهر کې خپلې پنځه ډیپلوماټیکې استازولۍ وتړي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button