په افغانستان کې د ایټالیا سفارت ویلي، په مزار شریف کې د روزې مبارکې، چې د «زرغون جومات» په نوم هم یاديږي، د خوندي کولو او بیارغونې لپاره بېړنۍ چارې پیل شوې دي. ګورډن براون د سېشنبې په ورځ (د زمري ۱۳مه) په یوې مقاله کې چې الجزیرې شبکې پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي حاکمیت د پنځمې کلیزې له رانږدې کېدو سره سم یې خپره کړې وړاندیز کړی، چې د افغان نجونو د زدهکړو د لګښتونو د برابرولو لپاره دې یو نړیوال صندوق جوړ شي. نوموړي په ځانګړي ډول د هغو نجونو د ملاتړ یادونه کړې، چې د جبري ودونو له ګواښ سره مخ دي. براون د خپلې مقالې په پیل کې لیکلي، چې د امریکا په مشرۍ د نړیوال اېتلاف د ځواکونو له وتلو او په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو نږدې پنځه کاله تېر شوي دي. د هغه په باور، اوس مناسب وخت دی، چې د افغانستان وضعیت وڅېړل شي او د طالبانو د بېرته راتګ پایلې وارزول شي. هغه ادعا کړې، چې د دې مودې په ترڅ کې د طالبانو حکومت د یو لړ فرمانونو او نویو محدودیتونو له لارې پر افغان ښځو او نجونو فشارونه زیات کړي دي. د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ویلي، چې نړیوالې ټولنې تر اوسه د هغه څه پر وړاندې چې نوموړی یې «په نړۍ کې د نجونو…
Quick facts
Timeline
-
AF International
ایټالیا د یونیسکو په همکارۍ په مزارشریف کې د روضې مبارکې بیارغونه پیل کړه
Sources
Afghan sources
ایټالیا د یونیسکو په همکارۍ په مزارشریف کې د روضې مبارکې بیارغونه پیل کړه