کابل (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۵): د سریلانکا چارواکو ویلي چې د دغه هېواد په مرکزي سیمو کې د سختو بارانونو، سېلابونو او ځمکې ښویېدو له امله لږ تر لږه اووه کسان مړه شوي، یو شمېر نور ټپیان دي او نږدې درې زره او ۵۰۰ کسان خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي. الجزیرې راپور ورکړی چې د سریلانکا د پېښو د مدیریت مرکز د معلوماتو له مخې، پنځه کسان د ځمکښویېدنې له امله چې دوه کورونه یې تر خاورو لاندې کړي، مړه شوي او دوو نورو کسانو د سېلابونو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی. په راپور کې د سیمهییزو چارواکو له قوله راغلي چې سېلابونو لږ تر لږه ۱۲۹ کورونو ته زیان اړولی او نږدې درې زره او ۵۰۰ کسان یې اړ کړي چې خپل کورونه پرېږدي او خوندي سیمو ته ولېږدول شي. سرچینې زیاته کړې چې د سریلانکا حکومت د سختو بارانونو د دوام له امله د هېواد په لوړو او مرکزي سیمو کې ټول ښوونځي تر بلې خبرتیا پورې تړلي او د هغو اوسېدونکو د ژغورنې لپاره یې د ملي اردو او سمندري ځواکونو سرتېري سیمې ته استولي چې په سېلابځپلو سیمو کې بند پاتې دي. الجزیرې لیکلي چې سختو بارانونو تر ډېره غرنۍ او د چایو د تولید سیمې، د نووارا الیا او بادولا ولسوالۍ په ګډون ځپلې دي؛ هغه سیمې چې د موسمي بارانونو پر…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
سریلانکا کې د سېلاب او ځمکښویېدنې پېښې؛ لږ تر لږه اووه کسان مړه کړي
منابع
Afghan sources
سریلانکا کې د سېلاب او ځمکښویېدنې پېښې؛ لږ تر لږه اووه کسان مړه کړي