HealthKabulافغانستاندری

د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت کې د ایبولا له امله د مړه شوو کسانو… — Pajhwok

در حال تکمیلHealthKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-05 06:22:11🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د کانګو په ډیموکراټیک جمهوریت کې د ایبولا ناروغۍ خپرېدو له امله د مړه شوو کسانو شمېر له ۱۷۰۰ اوښتی او د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي چې د دې ناروغۍ مخنیوي لپاره هڅې روانې دي. د راپور له مخې، له ناروغانو سره د تماس لرونکو څه باندې ۱۷ زره کسان تر روغتیايي څارنې لاندې دي او نږدې ۸۰ سلنه یې هره ورځ تعقیبېږي. الجزیرې راپور ورکړی چې دغه ناروغي تر ډېره د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت په ختیځ ایتوري ولایت کې خپره شوې او د ثبت شوو پېښو نږدې ۹۰ سلنه جوړوي؛ خو د کیسنګاني ستر ښار په ګډون په پنځو نورو ولایتونو کې هم د دې ناروغۍ پېښې ثبت شوې دي. دا ناروغي د ایبولا ویروس د «بونډي‌بوګیو» (Bundibugyo) په نوم د یوه نادر ډول له امله رامنځته کېږي او د ایبولا د ځینو پخوانیو خپرېدنو خلاف، تر اوسه د دغه ویروس لپاره کوم تایید شوی واکسین یا درملنه نشته. د راپور له مخې، د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي چې د دې ناروغۍ د خپرېدو له پیل راهیسې، له ۱۰۰ څخه ډېر روغتیايي کارکوونکي هم پرې اخته شوي دي. روغتیايي چارواکو ویلي، له دې ناروغۍ سره د مبارزې بهیر د ناروغانو د تماسونو په تعقیب کې د ځنډ، د وسله‌والو ډلو له امله د ناامنۍ، پر روغتیايي مرکزونو د بریدونو، زیانمنو…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-05 06:22:11

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت کې د ایبولا له امله د مړه شوو کسانو شمېر له ۱۷۰۰ واوښت

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-05 10:51:51

د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت کې د ایبولا له امله د مړه شوو کسانو شمېر له ۱۷۰۰ واوښت

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button