پارس تودی-ټاکل شوې چې د کرنې او مالدارۍ لومړنی نړیوال نندارتون د روان کال د زمري میاشتې له شلمې نېټې څخه په کابل کې د شپږو ورځو لپاره جوړ شي. د پښتو راډیو د خبریال له راپور سره سم، په همدې موخه، په کابل کې د افغانستان نړیوال نندارتون مرکز او د کرنې او مالدارۍ خونې په ګډ خبري کنفرانس کې د دغه نړیوال نندارتون د جوړېدو په اړه له رسنیو سره معلومات شریک کړل. په دې کنفرانس کې د افغانستان نړیوال نندارتون مرکز مشرتابه، د کرنې او مالدارۍ خونې مسوولینو، د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت استازو، د کرنیزو او مالدارۍ سکټورونو استازو او ګڼ شمېر سوداګرو ګډون کړی و. د افغانستان نړیوال نندارتون مرکز عمومي رییس، محمد صابر لطیفي، وویل چې په دغه نړیوال نندارتون کې به د افغانستان ترڅنګ د هند، ایران، روسیې، ازبکستان او د سیمې د یو شمېر نورو هېوادونو شرکتونه او استازي هم برخه واخلي. د نوموړي په خبره، د بهرنیو شرکتونو ګډون به د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو لپاره د بازار موندنې، پانګونې او سوداګریزو همکاریو د پراختیا ښه فرصت برابر کړي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس، مولوي عبدالعلي عمري، وویل چې په افغانستان کې د سراسري امنیت له ټینګېدو سره د کرنې، مالدارۍ او…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Parstoday
په نږدې راتلونکي کې په کابل کې د کرنې او مالدارۍ نړیوال نندارتون جوړیږي+راپور
منابع
External sources
په نږدې راتلونکي کې په کابل کې د کرنې او مالدارۍ نړیوال نندارتون جوړیږي+راپور