پارس تودی-د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند ویلي، تر اوسه د دې سازمان د غړو هېوادونو له لوري طالبانو ته د افغانستان د څوکۍ د سپارلو لپاره هېڅ اقدام یا هڅه نه ده شوې. نوموړي ټینګار کړی چې د حکومتونو په رسمیت پېژندل د غړو هېوادونو صلاحیت دی او ملګري ملتونه په دې اړه د پرېکړې واک نه لري. د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند مرستیال فرحان حق ویلي، تر اوسه د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو ترمنځ طالبانو ته د افغانستان د څوکۍ د سپارلو لپاره هېڅ اقدام نه دی شوی. هغه زیاته کړه: «هېوادونه پرېکړه کوي چې د افغانستان کوم حکومت په رسمیت وپېژني، او تر هغه ځایه چې زه خبر یم، د غړو هېوادونو ترمنځ په دې اړه هېڅ ډول اقدام نه دی شوی.» واک ته د طالبانو د بېرته ستنېدو د پنځو کلنو له تېرېدو وروسته، تر اوسه یوازې روسیې دغه ډله په رسمیت پېژندلې ده؛ که څه هم یو شمېر هېوادونو له کابل سره خپلې دیپلوماتیکې اړیکې ساتلې دي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ لا هم د هغه استازي په واک کې ده چې د افغانستان د پخواني حکومت له خوا معرفي شوی و، او د دې څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره د طالبانو هڅې تر اوسه پایلې ته نه دي رسېدلې.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Parstoday
ملګري ملتونه: طالبانو ته د افغانستان د څوکۍ د سپارلو موضوع نه سپړل کیږي
سرچینې
External sources
ملګري ملتونه: طالبانو ته د افغانستان د څوکۍ د سپارلو موضوع نه سپړل کیږي