DevelopmentKabulافغانستاندری

هېواد کې تر اوسه څه باندې ۶۵ زره راستنو شوو کورنیو ته د… — Pajhwok

در حال تکمیلDevelopmentKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-05 09:32:04🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۵): د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، تر دې مهاله راستنو شوو کورنیو ته په ټول هېواد کې ۶۵ زره او ۱۵۴ د ځمکې نومرې وېشل شوې دي او دا لړۍ لا هم په منظم او چټک ډول روانه ده. د کور او ښار جوړولو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت په مشرۍ د کډوالو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو د وېش کمېټې له لوري په بېلابېلو ولایتونو کې راستنو شوو کورنیو ته د استوګنیزو نومرو د وېش لړۍ دوام لري. د خبرپاڼې له مخې، د تېرې دوشنبې په ورځ په پنځو ولایتونو کې له زر ډېرو راستنو شوو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د ځمکې نومرې ووېشل شوې. د سرچینې د معلوماتو له مخې، په ننګرهار کې ۶۹۳، په پکتیکا کې ۱۰۸، په نیمروز کې ۱۱۲، په فاریاب کې ۱۵۰ او په بامیان کې ۱۰۰ راستنو شوو کورنیو ته د ځمکې نومرې ورکړل شوې دي. یاد وزارت لیکلي، د یادې شمېرې له مخې، یوازې د همدې ورځې په جریان کې ټولې ۱۱۶۳ راستنو شوو کورنیو ته د ځمکې نومرې ووېشل شوې. د کور او ښار جوړولو وزارت لیکلي چې تر دې مهاله په ټول هېواد کې د استوګنیزو ځمکو د وېش د بهیر له مخې ۶۵ زره او ۱۵۴ راستنو شوو کورنیو ته نومرې ورکړل شوې دي او دا لړۍ…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعDevelopment
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-05 09:32:04

خط زمانی

  1. Pajhwok

    هېواد کې تر اوسه څه باندې ۶۵ زره راستنو شوو کورنیو ته د ځمکې نومرې وېشل شوې دي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-05 14:00:09

هېواد کې تر اوسه څه باندې ۶۵ زره راستنو شوو کورنیو ته د ځمکې نومرې وېشل شوې دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button