Summary: د کونړ ولایت د غازيآباد ولسوالۍ اړوند د هیلګل روغتیايي مرکز نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د یاد روغتیايي مرکز د پرانیستې په جوړو شویو مراسمو کې د کونړ د عامې روغتیا رئیس قاري مظفرخان مخلص وویل، چې دغه ودانۍ د یاد ریاست په هڅو او د آیاواېم (IOM) ادارې په مالي ملاتړ د نږدې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده.د نوموړي په وینا؛ د دې روغتیايي مرکز په فعالېدو سره به د سیمې خلکو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې شي.د یادونې وړ ده چې د یاد روغتیايي مرکز په فعالېدو سره د سیمې شاوخوا ۴ زره کسانو ته د روغتیايي خدماتو اسانتیاوې برابرې شوې دي.
Quick facts
Locationکونړ
TopicHealth
Sources1
Updated2026-08-05 09:57:13
Timeline
-
Bakhtar
کونړ کې د نږدې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت یوه روغتیايي مرکز ته نوې ودانۍ جوړه شوه
Sources
Afghan sources
BakhtarPS
2026-08-05 06:03:26
کونړ کې د نږدې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت یوه روغتیايي مرکز ته نوې ودانۍ جوړه شوه