کابل (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۵): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د واشنګټن او تهران ترمنځ خبرې اترې «ډېرې ښې» روانې دي او هیله یې څرګنده کړې چې د هرمز تنګي له لارې به د بېړیو تګ راتګ ډېر ژر بېرته پیل شي. د رویټرز د راپور له مخې، ټرمپ له فاکس نیوز شبکې سره په مرکه کې ویلي چې دواړو لورو د سېشنبې ورځې په اوږدو کې خبرې اترې کړې دي. هغه زیاته کړې: «هرمز تنګی به ډېر ژر پرانیستل شي.» خو خبرداری یې ورکړی چې که ایران د خبرو له بهیره شاتګ وکړي، له سخت غبرګون سره به مخ شي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ د پنځه میاشتنۍ جکړې د پای ته رسولو لپاره هوکړې رسېدو ته هیلې زیاتې شوې دي. د دغه خبر له خپرېدو وروسته د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بیې راټیټې شوې او د خبرو د پرمختګ په اړه د هیلهمندۍ له امله د ونډو بازارونه هم لوړ شوي دي. خو د ایران دولتي رسنیو د یوې باخبرې سرچینې له قوله راپور ورکړی، تر هغه چې د امریکا ګواښونه دوام ولري، د هرمز تنګي په اړه هوکړې ته رسېدل ناشوني دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي هم ویلي چې له عمان سره د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
ټرمپ: له ایران سره خبرې اترې «ډېرې ښې» روانې دي