شبرغان (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۵): په داسې حال کې چې یوې خیریه موسسې د جوزجان ولایت په لرو پرتو کلیو کې د څښاک پاکو اوبو د وېش لړۍ پیل کړې، د دغو سیمو یو شمېر اوسېدونکي وایي، د پرلهپسې وچکالیو له امله یې د څاګانو اوبه وچې یا مالګینې شوې او د کارولو وړ نه دي؛ هغوی د اوبو د وېش پروګرام پراخېدو او دوام غوښتنه کوي. د اقلیم بدلون او پرلهپسې وچکالیو په وروستیو کلونو کې د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو او د جوزجان ولایت په بېلابېلو سیمو کې د اوبو کمښت رامنځته کړی دی. د جوزجان یو شمېر اوسېدونکي، په ځانګړې توګه کروندګر تل د اوبو له کمښته شکایت کوي او وایي چې د دغه ولایت په ځینو لرو پرتو کلیو کې د ځمکې لاندې اوبو کچې ټیټېدو له امله د څاګانو اوبه مالګینې شوې او د څښلو وړ نه دي. د یادونې ده چې «د مدنیت خیریه بنسټ» له تېرو دوو میاشتو راهیسې د جوزجان د مرکز شبرغان ښار او د دغه ولایت د یو شمېر ولسوالیو په لرو پرتو کلیو کې د څښاک پاکو اوبو د وېش پروګرام پیل کړی دی. د چغچي کلا کلي کې د مالګینو اوبو ستونزه د شبرغان ښار د «چغچي کلا» کلی چې لسګونه کورنۍ پکې اوسېږي، د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي. وچې…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
جوزجان کې د یو شمېر لرو پرتو کلیو اوسېدونکي د څښاک اوبو له جدي کمښت سره مخ دي
Sources
Afghan sources
جوزجان کې د یو شمېر لرو پرتو کلیو اوسېدونکي د څښاک اوبو له جدي کمښت سره مخ دي