د ننګرهار د تورخم بازار چې څه باندې پنځه میاشتې وړاندې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د جګړې پرمهال سوځول شوی و، له بیارغونې وروسته بېرته پرانېستل شو. هټيوال وایي، ډېری دوکانونه رغول شوي او له هېوادوالو یې غوښتي چې د پېر او پلور له لارې د زیانمنو سوداګرو ملاتړ وکړي. له همدې خونې څو متره لرې، هغه دېوالونه ولاړ دي چې یو وخت پرې د افغانستان د پاچاهانو او ولسمشرانو انځورونه ځړېدل. د افغانستان د واک او ځواک په دې پخواني ماڼۍ کې د شاهي تشریفاتو، رسمي غونډو او دولتي نظم ځای اوس د یوه داسې مشر ساده ژوند نیولی، چې خپل پخوانی کلیوالي چاپېریال یې د هېواد تر ټولو خوندي او مجللې ماڼۍ ته راوړی دی. د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د حرمسرای داخلي بڼه په بنسټیز ډول بدله شوې ده. اداري مېزونه، څوکۍ او ګڼ عصري وسایل لرې شوي او د هغو پر ځای غالۍ، توشکې او بالښتونه، چې د ملا حسن اخوند د دودیز کندهاري ژوند له طرز سره ډېر نږدې دي، اېښودل شوي دي. دوه پوړیز حرمسرای د افغانستان تاریخي ودانۍ ده، چې د امیر عبدالرحمن خان په دوره کې د هغه د کورنۍ د استوګنې لپاره جوړه شوه او وروسته نور پاچاهان هم پکې اوسېدل. د جمهوري نظام په لومړنیو کلونو کې د افغانستان وروستی پاچا محمد ظاهر شاه ددویم ځل لپاره…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
د ننګرهار د تورخم بازار له پنځو میاشتو وروسته بېرته پرانېستل شو
سرچینې
Afghan sources
د ننګرهار د تورخم بازار له پنځو میاشتو وروسته بېرته پرانېستل شو