Politicsافغانستانپښتوهرات

هرات کې د نږدې ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پراختیايي پروژو… — Bakhtar

روان خبرPoliticsهرات1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-05 22:02:01🎙 راډیو واورئ

Summary: د هرات ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د هرات ښار او د کشک رباط سنګي او کرخ ولسوالیو په مربوطاتو کې د ۶ ښوونځيو د ترمیم او بیا رغونې چارې د ۴ میلیونه ۶۵۰ زره افغانیو په لګښت پيل شوې دي. د هرات د پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني باختراطلاعاتي اژانس ته وویل، چې دغه پروژې د پوهنې وزارت له بودجې تمویلېږي او موخه یې د ښوونځیو ودانیو بیارغونه، د تعلیمي تاسیساتو ساتنه او زده ‌کوونکو ته د مناسب تعلیمي چاپېریال برابرول دي.د نوموړي په وینا، د هرات د پوهنې ریاست پلان لري چې د ترمیم او بیارغونې اړتیا لرونکي ښوونځي په تدریجي ډول د ولایت په نورو ولسوالیو کې هم ورغوي.نوموړي زیاته کړې، د مناسب تعلیمي چاپېریال رامنځته کول، د ښوونیزو تاسیساتو ساتنه او د تعلیمي زیربناوو پیاوړتیا د هرات د پوهنې ریاست له لومړیتوبونو څخه دي او په دې برخه کې به خپلې هڅې دوامداره وساتي.د مسوولینو په خبره، د دغو پروژو پلي کېدل به د تعلیمي چاپېریال د کیفیت په ښه والي او زده‌ کوونکو ته د لا ډېرو اسانتیاوو په برابرولو کې مهم رول ولوبوي.

لنډ معلومات

ځایهرات
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-08-05 22:02:01

مهالوېش

  1. Bakhtar

    هرات کې د ۶ ښوونځيو د بیا رغولو چارې پیل شوې

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-05 11:27:59

هرات کې د ۶ ښوونځيو د بیا رغولو چارې پیل شوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button