Summary: د غزني ښاروالۍ له لوري د څه باندې ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه معیاري مسلخ د جوړولو چارې پیل شوې. په یاده موخه جوړو شویو مراسمو کې د غزني ښاروال مولوي ابو محمد ثابت وویل، چې د یاد مسلخ د جوړولو چارې د ښاروالۍ له پراختیايي بودجې څخه تمویلېږي.د نوموړي په وینا، دغه مسلخ به په نیم جریبه ځمکه په یوه پوړ کې جوړشي چې پکې د یو سترسالون، ۲ سړې خونې، ۲ سپتیک څاګانې، د څارویو د روغتیا مرکز او د اوبو رسولو سیسټم جوړول شامل دي.هغه زیاته کړې چې یاد مسلخ به په یو وخت کې د ۷۰ څارویو د حلالولو ظرفیت ولري. هغه وویل، د دې پروژې اساسي موخه د ښار پاک ساتل، د چاپېریال ککړتیا کمول او بازار ته د غیرشرعي او غیرصحي غوښو د وړاندې کېدو مخنیوی دی.د مسوولینو په وینا، ټاکل شوې ده، چې د یاد مسلخ رغنیزې چارې به په ۹ میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
غزني کې د څه باندې ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت یو مسلخ جوړېږي
منابع
Afghan sources
غزني کې د څه باندې ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت یو مسلخ جوړېږي