KabulPoliticsافغانستانپښتو

ایران: له عمان سره پر هرمز تنګي د تګ‌راتګ د نوي ترتیب په… — Pajhwok

روان خبرPoliticsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-06 05:07:07🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړۍوالو چارو مرستیال ویلي چې د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو د تګ‌راتګ د نوي ترتیب په اړه د ایران او عمان ترمنځ هوکړه وروستي پړاو ته نږدې شوې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړۍوالو چارو مرستیال کاظم غریب‌آبادي پرون (چهارشنبه) ایرنا خبري اژانس ته ویلي، دغه هوکړه د هرمز تنګي د بشپړ بېرته پرانیستل کېدو معنا نه لري، بلکې د تېرو ۶۰ کلونو له کړنلارې سره توپیر لرونکی نوی ماډل دی چې له مخې به یې د سوداګریزو بېړیو د تګ‌راتګ د لارې یوه د پام وړ برخه د ایران له اوبو تېره شي. هغه زیاته کړې: «وروستی وضعیت دا دی چې له عمان سره د مطرح شوو نږدې ټولو موضوعاتو، د بېړیو د ننوتلو او وتلو د لارو نقشې او اړوندو نورو اړخونو په اړه بنسټیز تفاهم شوی دی.» د غریب‌آبادي په خبره، هغه مسیر چې اوس یې له عمان سره د وروستي کېدو په درشل کې هوکړه شوې، یو لنډمهالی مسیر دی. هغه زیاته کړې چې له عمان سره خبرې ساده نه وې او نږدې درې اونۍ یې دوام وکړ. غریب‌ابادي د خپلو خبرو په بله برخه کې ویلي: «موږ پنځم بند درلود، خو له بده مرغه امریکایانو پرې‌نه‌ښود چې عملي شي….

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-08-06 05:07:07

مهالوېش

  1. Pajhwok

    ایران: له عمان سره پر هرمز تنګي د تګ‌راتګ د نوي ترتیب په اړه هوکړې ته نږدې شوي یو

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-06 09:36:55

ایران: له عمان سره پر هرمز تنګي د تګ‌راتګ د نوي ترتیب په اړه هوکړې ته نږدې شوي یو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button