Healthافغانستاندریلوګر

لوګر کې ترافیکي پېښې؛ دوه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي — Pajhwok

در حال تکمیلHealthلوګر1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-06 07:17:01🎙 رادیو را بشنوید

پل‌علم (پژواک، ۱۵ زمری ۱۴۰۵): د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز او بېلابیلو ولسوالیو کې د څلورو ترافیکي پېښو له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپيان شوي دي. د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي سلطان‌محمد سنګین پژواک ته وویل دغه پېښې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د مرکز پل‌علم اړوند پادخواب شانه او جمعه‌کلا سیمو او همدارنګه د خوښۍ، محمداغه او بره‌کي‌برک ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې شوې دي. هغه زیاته کړه چې د ترافیک پولیس د پېښو ځایونو ته پر وخت رسېدلي او ټپیان یې د درملنې لپاره نږدې روغتیايي مرکزونو ته لېږدولي دي. نوموړي له ټولو موټرچلوونکو وغوښتل چې ترافیکي قوانین رعایت کړي، له ګړندي تګ او بې‌احتیاطۍ ډډه وکړي او د خوندي تګ راتګ اصول په پام کې ونیسي، څو د ورته پېښو مخه ونیول شي. د یادونې ده، یوازې دوه ورځې مخکې هم په لوګر ولایت کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

اطلاعات کوتاه

مکانلوګر
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-06 07:17:01

خط زمانی

  1. Pajhwok

    لوګر کې ترافیکي پېښې؛ دوه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-06 11:46:54

لوګر کې ترافیکي پېښې؛ دوه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button