افغانستانامنیتتخاردری

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ترهګرۍ پناه‌ځای وباله

در حال تکمیلSecurityتخار1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-06 07:44:55🎙 رادیو را بشنوید

زمونږ خبریال راپور راکړی په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر عاصم افتخار احمد ویلي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، په دغه هېواد کې ګڼې ترهګرې ډلې د ودې په حال کې دي. ډان ورځپاڼې نن راپور ورکړی چې د پاکستان سفیر دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه غونډه کې کړې دي. د راپور له مخې، افتخار احمد د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان وضعیت خراب او د اندېښنې وړ بللی دی. هغه ویلي چې یو شمېر ترهګرې ډلې په افغانستان کې له خوندي پناه‌ځایونو خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوي او د سیمې امنیت ته مخ په زیاتېدونکی ګواښ ګڼل کېږي. په راپور کې راغلي چې افتخار احمد په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د بلوچستان د ازادۍ پوځ، داعش او ورسره تړلو ډلو، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او د القاعدې څانګو ته اشاره کړې، چې د نوموړي په وینا په افغانستان کې خوندي پناه‌ځایونو ته لاسرسی لري.

اطلاعات کوتاه

مکانتخار
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-06 07:44:55

خط زمانی

  1. Parstoday

    په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ترهګرۍ پناه‌ځای وباله

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-08-06 07:39:32

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ترهګرۍ پناه‌ځای وباله

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button