Politicsافغانستانخوستدری

خوست کې د زمري ۲۴مې په ویاړ شانداره مشاعره ترسره شوه — Bakhtar

در حال تکمیلPoliticsخوست1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-06 10:07:16🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د خوست ولایت په پښتونستان پارک کې د افغانستان ملي راډیو او ټلوېزیون له لوري د زمري ۲۴مې د ازادۍ پنځمې کلیزې په ویاړ شانداره مشاعره ترسره شوه. د باختر اژانس د خبر له مخې، په دغې ادبي او فرهنګي غونډه کې د افغانستان ملي راډیو او ټلوېزیون رئیس قاري یوسف احمدي، د خوست د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي محمد صابر صابري، د ولایت یو شمېر مسوولینو، شاعرانو، لیکوالانو، فرهنګیانو، ترانه ‌ویونکو او زرګونو هېوادوالو ګډون کړی و.د مشاعرې په پیل کې د خوست د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي محمد صابر صابري ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او ویې ویل، چې د افغانستان ازادي د زرګونو قربانیو، سرښندنو او نه ستړې کېدونکو مبارزو په پایله کې ترلاسه شوې ده. هغه زیاته کړه، چې ازادي د ټولو افغانانو ګډ ویاړ او ستر الهي نعمت دی، چې ساتنه یې د هر افغان ګډ مسوولیت ګڼل کېږي.ورپسې د افغانستان ملي راډیو او ټلوېزیون رئیس قاري یوسف احمدي وینا وکړه او ازادي یې د الله تعالی ستر نعمت وباله. نوموړي وویل، افغان ولس د خپلو قربانیو او تاریخي مبارزو پر مټ د نړۍ ستر ځواکونه مات کړي او د خپل هېواد خپلواکي یې خوندي کړې، چې دا د افغانستان د ویاړمن تاریخ مهم باب دی.په مشاعره کې د هېواد له بېلابېلو سیمو راغلو شاعرانو او ترانه‌ ویونکو د ازادۍ د پنځمې کلیزې په مناسبت ملي، حماسي او ولسي شعرونه، غزلونه او ترانې وړاندې کړې، چې د ګډونوالو له تود هرکلي او پراخ استقبال سره مخ شوې.د مسوولینو په وینا، د دغې مشاعرې موخه د هېواد د ازادۍ د پنځمې کلیزې نمانځل، د ملي یووالي پیاوړتیا، د ادبي او فرهنګي فعالیتونو ملاتړ او د اسلامي او ملي ارزښتونو ترویج و.د یادونې وړ ده، چې د زمري ۲۴مې د ازادۍ د پنځمې کلیزې په مناسبت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ورته فرهنګي، ادبي او ولسي پروګرامونه ترسره کېږي.

اطلاعات کوتاه

مکانخوست
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-06 10:07:16

خط زمانی

  1. Bakhtar

    خوست کې د زمري ۲۴مې په ویاړ شانداره مشاعره ترسره شوه

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-06 06:36:15

خوست کې د زمري ۲۴مې په ویاړ شانداره مشاعره ترسره شوه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button